نن په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ ده

ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان

نن جمعه د حوت میاشتې ۲۷مه په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ ده.

سږ کال د دې ورځې یاد په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د رسنیزو ټولنو فدراسیون د معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته له ۶۲۳ رسنیو څخه ۳۱۸ له فعالیته لوېدلي او تر دوه نیم زره ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وزګاره شوي دي.

د دغه فدراسیون د نظرپوښتنې له مخې چې پایلې یې پرون (پنجشنبه) اعلان شوې، د رسنیو په سلو کې ۷۱ پوښتل شویو کارکوونکو ورته ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر خپرولو مخکې سانسور شته.