له اوکراینه د کډوال شویو کسانو شمېر ۳ ملیونه او ۲ لکو ته ورسېد

له اوکراینه یو شمېر کډوال شوي کسان

د ملګرو ملتونو له معلوماتو سره سم، تر پرون (پنجشنبې) پورې له اوکراینه د کډوال شویو کسانو شمېر ۳ ملیونه او ۲ لکو ته ورسېد.

اکثره اورکاینیان پولنډ‌ او همداراز د اوکراین نورو ګاونډیو هېوادونو لکه هنګري، سلواکیا، مولداویا او رومانیا ته تللي دي.

د هنګري صدراعظم وايي، اټکل کوي چې په راتلونکو څو ورځو کې به دغه هېواد ته د اوکرایني کډوالو سېل ورمات شي.