د طالبانو حکومت د پاسپورټ د پخواني عمومي رئيس ورور ته منسوبې وېډیو ناندرۍ پارولي

د طالبانو حکومت د پاسپورټ پخوانی عمومي رئيس عالم ګل حقاني

د طالبانو حکومت د پاسپورټ د پخواني عمومي رئيس ورور ته منسوبه وېډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د طالبانو د پلویانو او د هغو د منتقدانو ترمنځ ناندرۍ پارولې دي.

په خپره شوې وېډیو کې یو تن چې ادعا کېږي د پاسپورټ د مخکېني رئیس عالم ګل حقاني ورور دی له نامحرمو ښځو او شرابو سره لیدل کېږي او یو شمېر نور کسان چې ظاهراً د طالبانو امنیتي ځواکونه دي، پېغورونه ورکوي.

طالبانو د دې وېډیو په اړه رسماً څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو مخالفانو لیکلي چې د دې وېډیو افشا کېدو څرګنده کړه چې د طالبانو غړي په اخلاقي فساد اخته دي.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې د پاسپورټ په ریاست کې ښځینه مراجعینو د اخلاقي فساد ۳۰۰ شکایتونه کړي دي.

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

خو د طالبانو د دفاع وزارت د ستراتېژیکو اړیکو رئیس لطف الله حبیبي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د پاسپورټ عمومي رئيس د خپل ورور د اخلاقي فساد په خاطر له دندې ګوښه کړای شوی دی.

حبیبي پر خپله ټویټرپاڼه دا هم لیکلي چې د طالبانو په حکومت کې هېڅوک قانوني مصونیت نه‌لري او د هر خاین خیانت افشا کېږي.

د شرافت میاخېل په نوم د طالبانو یوه بل پلوي، د نیول شوي کس داسې عکس خپور کړی چې لاسونه‌یې شا ته تړل شوي او په خوله کې یې بوټ نیولی او ورلاندې یې لیکلي: "ایا په تېر حکومت کې د یو وکیل یا وزیر یا معین یا لنډغــر لیرې خپلوان هم حکومت نیولای شوای؟ د تېر او اوس فرق دا دی چی د یو لوی رئیس ورور نیول کېږي، اوس نو هېڅ افغان په بل افغان معتبر نه‌دی."

د طالبانو د ویاندویانو د دفتر یوه غړي محمد جلال د پاسپورټ د دفتر د رئیس برطرفي د دې ښکارندویه بللې چې طالبان د پخواني حکومت خلاف، قوانین پر ټولو یو شان تطبیقوي او هېڅوک د جنایتکارانو د اقداماتو دفاع نه‌کوي.

خو د طالبانو منتقدانو ویلي چې نیول شوی کس نه‌یوازې په اخلاقي فساد ککړ و، بلکې د پاسپورټ په ورکولو کې یې هم کمېشن اخیست.

د طالبانو د رئیس‌الوزرا مرستیال ملا برادر

په همدې منځ کې ځیني نورو بیا دا قضیه د طالبانو له خپلمنځي اختلافاتو سره تړلې او ویلي یې دي چې د عالم ګل حقاني ورور د کورنیو چارو وزارت د ځواکونو پر ځای چې سرپرستي یې د حقاني شبکې د مشر سراج‌الدین حقاني په لاس کې ده، نورو طالبانو له لوري چې ملا برادر ته نږدې دي، نیول شوی دی.