اوکراین: روسیې پر یوه تیاتر بمباري کړې چې تر ۱،۲۰۰ ملکیانو په‌کې پناه اخیستې وه

د اوکراین د ماریوپول ښار کې پر یوه تیاتر بمباري

اوکراین روسیه تورنه کړې ده چې د ماریوپول په ښار کې یې پر یوه تیاتر بمباري کړې ده چې په‌کې تر ۱،۲۰۰ پورې ملکیانو پناه اخیستې وه.

د تور سمندرګي پر غاړه په دغه پراته ښار کې له اټکل سره سم درې لکه کسان بند پاتې دي، دوی نه اوبه لري، نه برېښنا او ګاز هم پرې قطع شوی دی.

پر تیاتر د شوي برید په اړه د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا په ټویټر کې لیکلي دي چې دوی د تلفاتو دقیقې شمېرې نه‌لري، خو د ډرامو په دې تیاتر کې په سلګونه بې‌ګناه ملکیان پټ شوي و.

د کولیبا په وینا دا ودانۍ یو مخ له ځمکې سره هواره شوې ده.

بل لور ته د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ایرینا ویرچوک ویلي دي چې لاهم د ماریوپول په روغتون کې دننه ۴۰۰ روغتیایي کارکوونکي او ناروغان بند پاتې دي.

اوکراین کې د روسیې د بمبارۍ له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

بل لور ته د اوکراین د لوی څارنوالۍ په وینا د دغه هېواد په شمال کې د چیرنیف په ښار کې د روسانو د برید پر مهال ۱۰ تنه هغه وخت ووژل شول چې د ډوډۍ لپاره په کتار کې درېدلي و.

په دې ترڅ کې د لومړي ځل لپاره د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې په خاطر جنګي جنایتکار ونوماوه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل، ولسمشر بایډن چې کله په ټلوېزیون کې د اوکراین د جګړې وحشي وېډیوګانې لیدلې دي د زړه له درده‌یې دا خبره کړې ده.

د ولسمشر بایډن د خبرې په ځواب کې تاس اژانس د کرملېن د ویاند دمیتري پسکوف خبره رااخیستې ده چې ویلي یې دي دا خبرې نه د منلو دي نه د بخښلو.

ولسمشر بایډن وویل چې اوکراین ته به ۸۰۰ اضافي سټېنګر توغندي ورکړي او نهه زره د ټانک ضد وسلې، همداراز ۱۰۰ ډرون به اوکراین ته وسپاري.