د مرکزي اروپا درې هېوادونو مشرانو د روسیې په وړاندې د اوکراین دفاع وستایله

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

د مرکزي اروپا د درېیو هېوادونو مشرانو د روسیې د تېري په وړاندې د اوکراین دفاع وستایله.

د پولنډ، چک او سلوانیا صدراعظمان پرون په رېلګاډي کې پلازمېنې کیف ته ولاړل او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره‌یې وکتل.

د پولنډ د حکومت یوه ویاند نن وویل چې دا مشران نن بېرته په تللي رېل کې خوندي پولنډ ته ستانه شول.

د فبرورۍ له ۲۴مې راوروسته چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی دا لومړی ځل دی چې بهرني چارواکي کیف ته سفر کوي.