د ناټو د دفاع وزیران نن بروکسل کې سره جرګه شوي

د ناټو غړو هېوادونو بیرغونه

د ناټو د دفاع وزیران نن په بروکسل کې سره جرګه شوي او د اوکراین پر وضعیت خبرې کوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، په دغې غونډه کې به د اروپا په ختیځ کې د ناټو د متحدانو په دفاعي پیاوړتیا خبرې وشي.

د راپورونو له مخې د ختیځې اروپا ځینو هېوادونو لکه چک جمهوریت، پولنډ، بلغاریا او رومانیا پر اوکراین د حملې له کبله روسیې ته د ناټو د سخت ځواب غوښتنه وکړه.

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ استېن دغې غونډې ته ویلي، د ناټو ټول غړي د تړون ۵مې مادې ته ژمن دي. دې ماده کې راغلي، د ناټو پر یوه غړي حمله پر ټولو غړو د حملې په معنی ده.

اوکراین د ناټو غړی هېواد نه‌دی.