د فاکس نیوز ټلوېزیون یو کمره‌مین او پروډیوسره کیف ته نږدې ووژل شول

د فاکس نیوز ټلوېزیون یو کمره‌مین او ورسره اوکراینی پروډیوسره او یو بل خبریال

د فاکس نیوز ټلوېزیون یو کمره‌مین او ورسره اوکراینی پروډیوسره د اوکراین پلازمېنې ته نږدې وژل شوي دي.

د فاکس نیوز او اوکرایني رسنیو د راپورونو له مخې د مارچ په ۱۰مه کیف ته نږدې په هورینکا ښارګوټي کې د ډزو له کبله د دې شبکې ایرلنډی کمره‌مین پییر زاکر زیوېسکي وژل شوی او خبریال بنجامین هال ټپي شوی دی.

په دې پېښه کې د فاکس نیوز اوکراینۍ پروډیوسره اولیکساندرا کوفشینووا هم وژل شوې ده.

د مارچ په ۱۳مه کیف ته په نږدې یوه بل ښارګوټي ایرپین کې په ورته پېښه کې امریکایی خبریال برنت رنو ووژل شو او امریکایی عکاس خواناری دوندو ټپي شو.