د اوکراین له ماریوپول ښار نه شااوخوا ۲۰ زره ملکي وګړي په وتلو بریالي شول

ارشیف، له اوکراین نه وتونکي کسان

اوکرایني چارواکي وايي، شااوخوا ۲۰ زره ملکي وګړي له ماریوپول ښار څخه چې د روسي ځواکونو له‌خوا کلابند شوی دی پرون په وتلو بریالي شول.

دا ښار د روسي ځواکونو په حملو کې ویجاړ شوی دی. د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د دفتر د رئیس مرستیال وویل چې دا کسان د بشري دهلېز له لارې په شخصي موټرو کې ووتل.

ملګري ملتونه وایي له نږدې درېیو اوونیو راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی تقریباً درې ملیونه خلک له دې هېواده وتلي دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړیوال سازمان ویاندې صفا مسهلي پر ټویټر کې لیکلي دي چې د دې کډوالو په ډله کې تر یو نیم لک ډېر د نورو هېوادونو وګړي دي. د اوکراین اکثر کډوال پولنډ ته تللي دي چې په دې هېواد کې یې شمېر تر یو ملیون او اته لکو اوښتی دی.

د اوکرایني چارواکو په وینا د روسیې پوځ د پلازمېنې کیف په لمنو کې هوايي حملو ته زور ورکړی.

په همدې حال کې د یوه اوربند د موافقې په اړه د بحث لپاره د روسي او اوکرایني چارواکو د دوهمې ورځې خبرې پرون له کوم پرمختګ پرته پای ته ورسېدې.