د روسیې حمله؛ تقریباً درې ملیونه خلک له اوکراین څخه وتلي

له اوکراینه وتونکي خلک

ملګري ملتونه وایي چې له نږدې درېیو اوونیو راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی تقریباً درې ملیونه خلک له دې هېواده وتلي دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان ویاندې صفا مسهلي په ټویټر کې لیکلي دي چې د دې کډوالو په ډله کې تر یو نیم لک ډېر د نورو هېوادونو اتباع دي.

د اوکراین اکثر کډوال پولنډ ته تللي دي چې په دې هېواد کې یې شمېر تر یو ملیون او اته لکو اوښتی دی.