ګراندي: د اوکراین په څېر پېښو له رامنځته کېدو سره سره افغانستان نه‌دی هېر شوی

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې (یو اېن اېچ سي ار) مشر فیلیپو ګراندي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې (یو اېن اېچ سي ار) مشر په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره د افغانستان دننه د بې‌ځایه شویو او په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو افغانانو په اړه خبرې کړې دي.

فیلیپو ګراندي د طالبانو له استازو سره په افغانستان کې دننه د هغو بې‌ځایه شویو په اړه خبرې کړي چې د ده په وینا په زوره بې‌ځایه شوي دي.

ښاغلي ګراندي دا خبره په ټویټر کې لیکلې ده، خو توضېح کړې یې نه‌ده چې په زوره بې‌ځایه شوي کوم کسان دي.

فیلیپو ګراندي لیکي چې له طالبانو سره‌یې موافقه وکړه چې بې‌ځایه شوي او کډوال شوي افغانان خپلو کورونو ته خوندي او په خپله خوښه ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې مشر د دوشنبې په ورځ افغانستان ته ولاړ او ویې‌ویل چې د اوکراین په څېر د مهمو پېښو له رامنځته کېدو سره سره افغانستان نه‌دی هېر شوی.

ښاغلی ګراندي زیاتوي: ​"زه دلته راغلی یم چې دا ووایم چې یوازې اوکراین نه‌دی، په نړۍ کې نورې شخړې هم شته، داسې پیښې چې پاملرنه غواړي او افغانستان موږ ته لومړیتوب لري."

ښاغلي ګراندي د خپل سفر په لومړۍ ورځ په کابل کې له پخواني اجرائیه رئیس عبداله عبداله سره وکتل.

تر دې کتنې وروسته ښاغلي عبدالله په ټویټر کې ولیکل چې د افغان کډوالو او په کور دننه بې‌ځایه شویو افغانانو په اړه‌یې خبرې وکړې او نړیواله ټولنه‌یې وهڅوله چې له ځپل شویو افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې اووه لکه کسان بې‌ځایه شوي او د پروسږکال تر اخره د ټولو بې‌ځایه شویو شمېر د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا ۳،۴ ملیونو ته رسېږي او د همدې ادارې د شمېرو له مخې پنځه ملیونه او اووه لکه افغانان د افغانستان په پنځو ګاونډیو هېوادونو کې کډوال دي.