په امریکا کې د افغانستان 'ډيپلوماتیک مأموریت' بندېږي

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت

د جرمني خبري اژانس د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو له واکمنېدو اووه میاشتې وروسته په امریکا کې د افغانستان ډيپلوماتیک مأموریت بندېږي.

اژانس د افغانستان د سفارت د یوه ډیپلومات له قوله چې نه‌غواړي نوم‌یې افشا شي په راپور کې لیکلي دي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او د نیویارک او لاس انجلس قونسلګرۍ به نن بندې شي.

دې ډيپلومات د دې کار یو علت د مالي سرچینو نشتوالی بللی، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

د دې ډيپلومات په وینا د افغانستان د ډيپلوماتیک مأموریت د دوام لپاره تر وروستۍ شېبې هڅې وشوې.

د ډي‌پي‌اې د راپور له مخې د افغانستان د ډيپلوماتیکو مأموریتونو کارکوونکو ته چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د پخواني حکومت له‌خوا ټاکل شوي وو، له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه‌دي ورکړل شوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله راپور ورکړ چې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو له بندېدو وروسته به شااوخوا ۱۰۰ تنه افغان ډيپلوماتان یوه میاشت وخت ولري څو په متحده ایالاتو کې د استوګنې د دوام غوښتنه وکړي.

راپور زیاتوي چې که څه هم دا ډيپلوماتان به له امریکا څخه په جبر ونه‌ایستل شي، خو معلومه نه‌ده چې دوی به چېرته ځي.