د افغانستان جنوب کې څا ته د ماشوم لوېدو بله پېښه؛ دا ځل ماشوم وژغورل شو

ژغورل شوی ماشوم

د افغانستان په جنوب کې څا ته د ماشوم لوېدلو یوه بله پېښه شوې، خو دا ځل ماشوم ژغورل شوی دی.

دا پېښه تېره ورځ د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې وشوه چې د ځایي طالب چارواکو په خبره، د محمد ګل په نوم یو ماشوم د برمې ۸۰ متره ژورې څا ته لوېدلی و.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې ویلي چې ماشوم د څا په ۵۵ مترۍ کې بند پاته و چې د سیمې خلکو وژغوره.

په خپرو شویو انځورونو کې د ماشوم پر سر او مخ ټپونه ښکاري، خو چارواکو یې په ټوله کې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

څه موده وړاندې زابل کې ورته پېښه وشوه چې پر مهال‌یې له ډېرو هڅو سره سره څا ته لوېدلی ماشوم ومړ.