د امریکا ولسمشر د ناټو له مشرانو سره د کتنې په هدف بروکسل ته ځي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جو بایډن د ناټو له مشرانو سره د کتنې په هدف راتلونکې اوونۍ د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته سفر وکړي.

روېټرز د باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې بایډن به د ناټو له مشرانو سره پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړوندو مسئلو خبرې وکړي.

یوې سرچینې ویلي چې بایډن ممکن د ناټو بل غړي هېواد پولنډ ته هم سفر وکړي.

څو ورځې وړاندې د پولنډ پولې ته نږدې د اوکراین پر یوې لویې پوځي اډې د روسي ځواکونو بمباري ۳۵ کسان ووژل.