اسلام‌اباد: نور به خپلې خاورې ته افغانان بې‌ويزې پرېنږدو

ارشيف، جلال‌اباد کې د پاکستان د ويزې مراجعين

پاکستان ویلي چې نور به خپلې خاورې ته افغانان بې‌ويزې پرېنږدي.

پاکستان له ډېره وخته د افغانانو لپاره د رسمي ویزې شرط ایښی، خو یوازې یې د سرحدي ولایتونو اوسېدونکي پرېښودل چې بې‌ویزې له کرښې واوړي.

د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت د افغانانو لپاره د ویزې نوي مقررات جوړ کړي چې تر مخکېنیو سخت دي.

په همدې حال کې پاکستان ویلي چې تر سبا دوشنبې پورې هغو افغانان ته چې ویزه نه‌لري اجازه ورکوي چې د تورخم او سپین بولدک له لارې د تذکرې په ښودلو افغانستان ته واوړي.