انتونيو ګوترش: پر اوکراین د روسیې حمله د خوراکي موادو د ناامنۍ سبب کېدای شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، پر اوکراین د روسیې حمله د خوراکي موادو د ناامنۍ یا د ده په وینا د خوړو د توپان سبب کېدای شي.

ده وویل، ډېری افریقايي او بې‌وزلي هېوادونه له روسیې او اوکراین څخه غله واردوي چې اوس له دغو هېوادونو د غلو واردات له خنډ سره مخامخ شوي دي.

د سرمنشي په وینا د بورکینافاسو، یمن او سومالیا په شان هېوادونه اوس د خپلو خلکو د مړولو لپاره له سخت کړاو سره مخامخ دي.