امریکا: چین غواړي روسیې ته پوځي او اقتصادي مرستې ولېږي

ارشيف، د چين او روسيې ولسمشران

د امریکا متحده ایالاتو پرون (دوشنبې) په ناټو او اسیايي هېوادونو کې خپلو متحدانو ته خبر ورکړ چې چین غواړي په اوکراین کې د روسیې د جګړې د ملاتړ لپاره دغه هېواد ته پوځي او اقتصادي مرستې ولېږي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یوه امریکايي چارواکي ویلي چې دا پیغام د ډیپلوماتیکو کانالونو له لارې استول شوی او استخباراتي چارواکو په خپله سپارلی دی.

دغه چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی څرګند شوی، دا هم ویلي چې چین ممکن دا خبره رد کړي.