د اوکراین د ولسمشر یو لوړپوړی سلاکار: روسیې سره "سخت بحث" ته چمتو یم

د روسیې او اوکراین ترمنځ مذاکرات

د اوکراین د ولسمشر یو لوړپوړی سلاکار میخایلو پودولیک وایي، له روسیې سره د هغوی د یرغل د پای ته رسېدو په هدف "سخت بحث" ته چمتو دی.

پودولیک پر خپله ټویټرپاڼه دا خبره داسې مهال لیکلې چې نن د اوکراین او روسیې مرکچیان څلورم پړاو خبرې پیل کړې.

نوموړي ویلي، دغو خبرو کې به پر سولې، اوربند، د سرتېرو په بېړني شاتګ او امنیتي ضمانتونو بحثونه کېږي.

د وېډیو کنفرانس له لارې د خبرو څلورم پړاو داسې مهال ترسره کېږي چې روسیې په اوکراین کې هوایي بریدونو ته زور ورکړی دی.

د خبرو پخواني درې پړاوه حضوري ترسره شول.