بلېنکن او کولیبا پر اوکراین د روسي یرغل د درېدو پر ډیپلوماتیکو هڅو خبرې وکړې

ارشیف، انتوني بلېنکن له خپل اوکرایني سیال دمیترو کولیبا سره

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل اوکرایني سیال دمیترو کولیبا سره پرون په ټیلیفوني تماس کې پر اوکراین د روسیې د یرغل د درېدو پر ډیپلوماتیکو هڅو خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کرملېن د ظالمانه تجاوز په وړاندې له اوکراین سره د امریکا پر پایدار پیوستون ټینګار وکړ.

پر اوکراین د روسیې د یرغل نن ۱۹مه ورځ ده.