اروپا او اوکراین کې زرګونه کسانو پر اوکراین د روسیې د یرغل ضد لاریونونه وکړل

لیتوانیا کې د روسیې د یرغل په وړاندې اعتراضیه لاریونونه

په اروپا او د اوکراین د خرسون، راپوریژیا او ملیتوپول په ګډون د دې هېواد په مختلفو ښارونو کې پرون په زرګونه کسانو پر اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې اعتراضیه لاریونونه ترسره کړل.

لاریونوالو د اوکراین بیرغونه له ځان سره لېږدول او د روسیې ضد شعارونه‌یې ورکول.

په عین حال کې د کرملېن سخت منتقد الکسي ناوالنۍ د روسیې له خلکو وغوښتل چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې واټونو ته راووځي.

په روسیه کې په زرګونه کسانو د پولیسو د پراخ حضور او د امنیتي چارواکو له لوري د نیول کېدو له ګواښونو سره سره د جګړې ضد شعارونه ورکول.

د راپورونو له مخې په روسیه کې د دغې جګړې ضد ۱۵ زره مظاهره کوونکي نیول شوي دي.