فضل هادي مسلمیار اماراتو ته ولاړ

د فضل هادي مسلمیار او د هغه د زوی تازه انځور

د افغانستان د مخکېني نظام د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار نن متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

ښاغلي مسلمیار ته نږدې سرچینې ازادي راډیو سره په خبرو کې د نوموړي دا سفر تأیید کړ او زیاته‌یې کړه چې ستونزې وې، خو حل شوي او سفر یې شخصي دی.

سرچینه وایي ښاغلی مسلمیار د یوې اوونۍ لپاره بهر ته تللی دی.

سرچینې د ستونزو د جزئیاتو په اړه ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو نږدې اوو میاشتو له هېواده بهر د ښاغلي مسلمیار، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر نظام د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پر سفر د طالبانو له لوري "پابندي" لګول شوې ده، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

له طالبانو مو هم د دې موضوع د روښانتیا لپاره د جزئیاتو غوښتنه وکړه، خو ویاندویان‌یې خبرو ته حاضر نه‌شول.

هاخوا ازادي راډیو ته یوې معتبرې سرچینې ویلي، تمه ده چې راتلونکې اوونۍ د مصالحې عالي شورا مخکېنی رئیس عبدالله عبدالله هم هند ته ولاړ شي.

سرچینه په دې اړه له ډېرو جزئیاتو ورکولو ډډه کوي. د عبدالله عبدالله ویاندویان هم دا خبر نه تأیید او نه هم ردوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ښاغلی مسلمیار د مخکېني نظام لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې له افغانستان نه بهر سفر کوي.

مخکې له دې حامد کرزي ويلي و په هغو سفرونو کې چې ټاکل شوې له عبدالله عبدالله سره‌یې له افغانستان نه بهر ته ولري، ستونزې شته.

طالبان د ښاغلي کرزي او ښاغلي عبدالله پر سفر د بندیز لګولو په اړه هم چپ دي.