ناټو: روسیه ممکن په اوکراین کې له کیمیاوي وسلې کار واخلي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن (یکشنبه) وویل چې روسیه ممکن په اوکراین کې له کیمیاوي وسلې کار واخلي او که‌یې دا کار وکړ نو به یو جنګي جنایت وي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ناټو سرمنشي د جرمني یوې ورځپاڼې، ویلت ایم سونتاګ ته په مرکه کې ویلي چې کرملېن د هغه څه لپاره چې توجیه کېدای نه‌شي د توجیه کولو لپاره دروغي پلمې جوړوي.