ارزګان کې پر ۶۳۸ کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

ارزګان کې پر وزلو کورنیو د مرستو وېش

ارزګان کې د کډوالو چارو ریاست له خوا پر ۶۳۸ کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.

د دې ولایت د کډوالو چارو رییس مولوي محمد یوسف د یادو مرستو د وېش پر مهال وویل: "دغه مرستې چې خوراکي او غیرخوراکي توکي په کې شامل دي، د کډوالو چارو وزارت له خوا ترسره شوي. دلته د خلکو وضعیت سخت خراب دی، پر ټولو موسساتو غږ کوو چې د بې وزلو خلکو لاس ونیسي. که اړمنو سره مرستې ونه شي، شته وضعیت به نور هم خراب شي."

نوموړي د مرستو د وېش پرمهال پر شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د یادو مرستو لپاره یې هغه کسان په نښه کړي چې وړ وو.

هاخوا هغو کسانو چې مرستې یې ترلاسه کړي، زیات خوشحال دي او وايي، له کله راهیسې چې طالبان واکمن شوي سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.