اردوغان: د کولیبا او لاوروف خبرې به اوکراین کې اوربند ته لار پرانېزي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ترکیه کې خپلې خبرې پیل کړې.

دواړه مشران په داسې حال کې د لومړي وار لپاره په لوړه کچه خپلو کې خبرې کوي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل دوې اوونۍ پوره شوې.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، کولیبا به دې سفر کې د روسیې له خوا د پیل شوېو شخړو پر کمولو او په اوکراین کې د جګړې د بندېدو په باب خبرې وکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تمه ښوولې چې د کولیبا او لاوروف ترمنځ خبرې به په اوکراین کې دایمي اوربند ته لار پرانېزي.

بل خوا د اروپايي ټولنې مشران نن په فرانسه کې جرګه کېږي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل پر اغېزو بېړنۍ خبرې وکړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به چې هېواد یې د اروپايي ټولنې دوره ­یي مشري کوي، په دې سرمشریزه کې د اوکراین موضوع رهبري کړي.