روسیې اعتراف وکړ چې احتیاطي ځواکونه یې اوکراین ته لېږلي

روسي ځواکونه

روسیې پرون چهارشنبې(د کب ۱۷مه) اعتراف وکړ چې احتیاطي ځواکونه یې اوکراین ته لېږلي او یو شمېر یې هلته د اوکرایني ځواکونو له لوري اسیران شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ډګر جنرال ایګور کوناشنکوف په داسې حال کې دا اعتراف وکړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ژمنه کړې وه چې احتیاطي ځواکونه به اوکراین ته ونه لېږل شي او د اوکراین عملیات به یوازې په مسلکي پوځیانو متکي وي.