میدان وردګو کې په ۴۱۰ بې وزله کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

ارشیف؛ په بې وزلو کورنیو د مرستو وېش

ميدان وردګ ولايت کې د المان مرستې موسسې له خوا په ۴۱۰ اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

د دغو د مرستو د وېشلو پر مهال د افغان ماشومانو لپاره د المان مرستو د موسسې مسؤل محمد عالم شهاب وويل په یادو مرستو کې وړه، غوړي، وریجي، چای، بوره او لوبیا شامل دي.

اړمن مرستو ته خوښ دي او وايي د توکو د بیو د لوړالي او د کار د نشتوالي له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې په دې سره به يې د ژوند لومړنۍ اړتياوې تر يوه حده پوره شي.

ورته مهال بيا دلته ځينې کسان شکايت لري او وايي تر اوسه ورسره چا مرسته نه ده کړې او ګڼو اقتصادې ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

بل خوا بيا د مرستو د وېش پر سر په ځينو سيمو کې د خلکو تر منځ لانجې را ولاړې شوې او ويل کېږي چې دغه مرستې په شفاف ډول نه وېشل کېږي.