د هند د مرسته شوېو غنمو ۳مه محموله به افغانستان ته ولېږدول شي

د هند مرسته شوي غنم

ټاکل شوې چې نن د هند د مرسته شوېو غنمو درېیمه محموله د واګې بندر له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د بشري مرستو په لړ کې د دې هېواد د مرسته شوېو غنمو درېیمه محموله چې ۲ زره ټنه کېږي، نن د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږي.

د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مستعین عمري وايي، تردې مخکې هم د هند دوه محمولې غنم افغانستان ته رسېدلي وو. نوموړی د هند مرسته شوي غنم له بې وزلو سره د مرستې برخه کې ګټور بولي.

مولوي عمري نن ازادي راډيو ته وویل، د هند مرسته شوي غنم د خوړو د نړیوال پروګرام یا WFP له خوا په بې وزله کسانو وېشل کېږي.

د هند او پاکستان ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ باید د هند ۵۰ زره ټنه مرسته شوي غنم په یوه میاشت کې د پاکستان لارې افغانستان ته انتقال شي، خو د کرنې وزارت ویاند مولوي مستعین عمري وايي، سره له دې چې د دې غنمو د انتقال له پیله دوه اوونۍ تېرېږي، تر اوسه نیمايي غنم هم افغانستان ته نه دي انتقال شوي.