کابل کې د ۲کورنیو ادعا: طالبانو ۲ مدافع وکیلان د ټولو اصولو خلاف زنداني کړي

حسیب‌الله رحماني او ضیاالحق فاضل

په کابل کې د دوو مدافع وکیلانو کورنۍ وايي، طالبانو د حسیب‌الله رحماني او ضیاالحق فاضل په نوم دوه مدافع وکیلان د دوشنبې په ورځ په غیر قانوني او د ټولو اصولو خلاف زنداني کړي دي.

د دې کورنیو غړي وايي، دا دوه مدافع وکیلان اوس‌مهال په درېیمه امنیتي حوزه کې بندیان دي.

دوی ازادي راډیو ته په رالېږلو پیغامونو کې ویلي، طالبانو د تمیم شنسب په غوښتنه دا کار کړی.

تمیم شنسب څوک دی؟

تمیم شنسب هغه څوک دی چې مخکیني حکومت کې د ځمکو د غصب، فساد، زورواکۍ، د امنیتي ځواکونو په وژنې او د عامه نظم د ګډوډۍ په تور په ۲۲ کاله زندان محکوم شوی و.

د مدافع وکیلانو کورنۍ وايي، د طالبانو له‌خوا نیول شوېو وکیلانو د تمیم شنسب پرضد د هغه د پلار نصیر احمد شنسب حقوقي دعوه مخته وړه، خو د دې لپاره چې تمیم د دې وکیلانو د کار مخه ونیسي، پر دوی یې دعوه کړې چې د ده له کوره یې په ۱۳۹۸ کال کې غلا کړې، داسې مهال چې هغه وخت دوی د نصیر احمد شنسب مدافع وکیلان نه وو او نه یې دوی پېژندل.

د دې کورنیو یو غړي د خپل نوم نه‌ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل:"داسې مهال چې په ۱۳۹۸ کال کې حسیب‌الله رحماني او ضیاالحق فاضل د نصیراحمد شنسب چې د تمیم شنسب مقابل کې و، مدافع وکیلان نه وو. په هغه کال چې اصلا دوی نه نصیر پېژانده او نه هم تمیم او دې قضیه کې هیڅ ښکېل نه وو."

د هغو سندونو له مخې چې یادې کورنیو ازادي راډیو ته رالېږلي ښيي نیول شوي وکیلان د ۱۴۰۰ کال په دوهمه میاشت کې د نصیر احمد شنسب مدافع وکیلان ټاکل شوي دي.

ازادي راډیو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له ویاند سعید خوستي څخه په دې اړه وپوښتل شول، خو ځواب یې ورنه کړ، خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل، د پولیسو په حوزو کې په دې نومونو زنداني شوي څوک نه‌شته.

له دې امله چې د کابل په درېیمه امنیتي حوزه کې د استخباراتو یوه څانګه هم شته، د لا روښانتیا لپاره ازادي راډیو د طالبانو د استخباراتو ریاست سره هم اړیکه ونیوله، خو مطبوعاتي مسوولانو یې وویل، په دې اړه معلومات نه‌لري.

د کابل امنیه قومانداني وايي، د پولیسو په حوزو کې په دې نومونو زنداني شوي څوک نه‌شته.

خو د دې دوو وکیلانو یو ملګری چې نه غواړي نوم یې خپور شوی ازادي راډیو ته وویل، نن یې په درېیمه حوزه داسې مهال چې تمیم شنسب هم و، له خپلو ملګرو سره د طالبانو په بند کې کتلي دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې خپله تمیم شنسب سره هم خبرې وکړي، خو له ډېرو هلو ځلو سره-سره، بریالۍ نه‌ شوه او دا هم روښانه نه شوه چې دی اوس چیرې دی؟

تمیم شنسب د جمهوریت نظام پر مهال، په ۲۰۱۸ کال کې د کابل په شهرنو سیمه کې له پخوانیو افغان ځواکونو سره نږدې ۲۴ ساعته نښته وکړه.

هغه د یوه کور په غصب، د یوه افغان افسر په وژل کېدو او۶ ملکیانو د ټپي کېدو او د عامه نظم د ګډوډۍ په تور په ۱۳۹۸ کال کې محکمې په ۲۲ کاله زندان محکوم کړ، خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، ښکاري چې لکه د نورو زرګونو زندانیانو په څېر له بنده خوشې شو.

که څه هم کومې سرچینې دا خبره نه ده تاید کړې.

د تمیم شنسب له کوره هغه مهال پولیسو یو راکټ، ۷ کلاشینکوفونه، یو مېل پیکا او د ۱۵۰۰۰ څخه ډېرو مرمیو په ګډون ۱۷ ډوله وسلې او بېلابېل نظامي یونیفورمونه ونیول.

له هغه سره نیول شوي ۱۷ ملګري یې هم په ۱۷ کلن بند محکوم شو، خو داسې ښکاري چې هغوی هم د طالبانو له واکمنېدو وروسته، له زندانه ازاد شوي وي.