چارواکي: د سالنګونو لویه لار به د واورې د ورښت تر درېدو بنده وي

د سالنګ لویه لار

د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وایي، دا لویه لار به تر هغو بنده وي او موټرو ته به د تیریدو راتیرېدو اجازه نه وي چې د واورې ورښت نه وي دریدلی او سخت توپان نه وي غلی شوی.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې رییس عبدالله عبید وایي، د انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره به د سالنګ لویه لار له دواړو لوریو تر هغو بنده وي چې هوا ښه شوې نه وي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې په بیان کې چې تېره شپه خپور شو، راغلې دي چې هڅې روانې دي چې د چهارشنبې د ورځې په ترڅ کې لاره پرانیستل شي.

د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخکې د اوس لپاره په سلګونو موټر د سالنګ دواړو لوریو ته بند پاتې دي او د لارې خلاصېدو ته انتظار کوي.