ملګري ملتونه: د افغان ښځو له ګډون پرته ناممکنه ده چې ثبات ټینګ شي

کابل ښار

ملګري ملتونه وایي، په ټولنه کې د افغان ښځو له فعال ګډون پرته به ناممکنه وي چې په افغانستان کې یوه تلپاتې سوله او ثبات ټینګ شي.

دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې کړې او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه ټینګ باور لري چې که افغان ښځې، په خپل هېواد کې په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي چارو کې فعال ګډون ونه لري ناممکنه به وي چې افغانستان رغونې او یوې تلپاتې سولې او ثبات ته ورسېږي.

یوناما ویلي چې ملګري ملتونه د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ دي ځکه هغوی په زړورتیا او استقامت د جنسیتي نابرابرۍ او تبعیض ترڅنګ د ډېرو بحرانونو له پایلو سره مخامخې دي.