نېکلسن: افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانېسته ښه خبر دی

ارشیف، هرات کې د نجونو یو ښوونځی

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نېکلسن د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانېستل کېدا ښه خبر وباله او ویې ویل چې دا د افغانستان د راتلونکي لپاره مثبت ګام دی.

ده وویل، اوس هیله شته چې په افغانستان کې بشري وضعیت هم ښه شي.

ښاغلي نېکلسن په عین حال کې له طالب چارواکو وغوښتل، داسې هلې ځلې وکړي چې په نتیجه کې یې نړیواله ټولنه د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.