د بدخشان مرکز فیض اباد کې چاودنې ۲ طالب ساتونکي ټپیان کړل

د افغانستان په نقشه کې د بدخشان ولایت

راپورونه وايي چې پرون دوشنبې(د کب ۱۶) د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې چاودنې لږ تر لږه دوه طالب ساتونکي ټپیان کړي دي.

د پېښې شاهدان وايي چې چاودنه د فیض اباد په درېیمه امنیتي حوزه کې وشوه.

طالبانو د دې پېښې په اړه سمدستي څه ونه ویل.