د واټونو د سر پلورونکي: طالبان مو زوروي او پیسې رانه غواړي

کابل

د کابل ښار د واټونو د سر پلورونکي د طالبانو له چلند شکایت کوي.

احمد ادریس ۷ کاله کېږي چې د کابل ښار په ده افغانان سیمه کې موبایلونه پلوري.

ادریس ازادي راډیو ته وویل، څه موده کېږي چې د طالبانو امنیتي ځواکونه دوی زوروي.

ادریس وایي:" موږ ته وایي چې باید لس زره افغانۍ راکړئ ترڅو مونږ تاسو ته ځای درکړو، او هره میاشت ۴۰۰۰ افغانۍ د هغه ځای چې موږ تاسو درکوو کرایه راکړئ."

د کابل ښار منډوي بازار

دی ادعا کوي چې د واټ د سر یو پلورونکی چې طالبانو ته یې د دغه پیسو د ورکولو توان نه درلود، د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو له خوا ووهل شو او له همدې امله اړ شو چې نور کار ته رانشي.

فیروز یو بل ځوان دی چې د منډوي په سیمه کې د کراچۍ په سر هګۍ پلوري.

دی چې د کورنۍ یواځینی ډوډۍ ګټونکی دی، د طالبانو له چلنده شکایت کوي.

فیروز وایي، چې طالبانو د واټونو د سر پلورونکو ته ویلي چې باید له هغه ځایه چې ورته ورکړل شوی، ۱۵ زره افغانۍ ورکړي.

نوموړی وایي:" طالبانو موږ زوروي او موږ ته وایي چې هره میاشت باید ۱۵ زره افغانۍ له خپلې غرفې راکړئ او پنځه زره نور باید کرایه راکړئ. که دا کار و نه کړو، موږ ته د کار اجازه نه راکوي. مخکېني حکومت کې پولیس سره خبرې کېدې خو دوی له زوره کار اخلي او ان د کراچیو ټېرونه په چاړو سوري کوي."

خو د طالبانو حکومت، د کابل ښار د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران دغه ادعاوې ردوي او وایي چې د دوی ځواکونه له هېڅ چا پیسې نه دي غوښتي.

د طالبانو د حکومت د کابل ښار د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران

ښاغلی ځدران وایي:" هر څوک چې شکایت لري، د امنیه قوماندانۍ دروازه د هغوي پر مخ پرانیستې ده. ۱۰۰ شمیرې سره دې اړیکه ونیسي او یا اړوندې حوزې ته دې لاړ شي او موضوع دې له اړوندو مسؤلینو سره شریکه کړي. که کابل ښاروالۍ په دې اړه مالیه وضع کړې وي موږ ور نه خبر نه یو خو زموږ امنیتي ځواکونه داسې کوم پلان نه لري او داسې کار نه کوي."

هڅه مو وکړه، په دې اړه د کابل ښاروالۍ نظر هم ترلاسه کړو خو بریالي نشوو.

مخکې کلنو کې بیا، کابل ښاروالۍ د واټونو د سر د پلورونکو لپاره د یو ځانګړي ځای د جوړولو له طرحې ویلي و خو دا خبره عملي نشوه.