یونېسف له افغانو ماشومانو سره نوې مرستې اعلان کړې

افغان ماشومان

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف له یو شمېر افغان ماشومانو سره نوې مرستې اعلان کړې.

د دې سازمان افغانستان څانګې پرون په ټویټر کې لیکلي چې د ګېټس بنسټ په همکارۍ یې په افغانستان کې پر اړمنو ماشومانو ۱۵ زره کمکي بستې وېشلې دي.

د سازمان په وینا، په دې مرستو کې د ماشومانو لپاره کمپلې او حیاتي واکسینونه شامل دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته د ملګرو ملتونو وجهي صندوق د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

یونېسف د کب په ۱۳ مه اعلان وکړ چې په افغانستان کې له ماشومانو سره د مرستې لپاره یې د دوه میلیارده ډالرو له ژمنې یوازې ۱۵ سلنه ترلاسه کړې ده.