د پاکستان د مرسته شویو غنمو په اړه د طالب چارواکو ضد او نقیض څرګندونې

د پاکستان له خوا مرسته شوې غنم

له افغانستان سره د پاکستان د مرسته شویو غنمو په اړه طالب چارواکي ضد او نقیض څرګندونې کوي.

د راپورونو له مخې څو ورځې مخکې د مرکزي سیلو چارسمبالي خان محمد ویلي و چې د پاکستان له خوا مرسته شوي غنم وراسته او د کارولو نه دي.

تازه د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا یوه مسؤل عبدالله عزام او په خپله د مرکزي سیلو نوې مشرتابه ویلي چې د پاکستان غنم سم دي او په اړه یې منفي تبلیغات شوي.

پاکستان له هند سره په یو وخت افغانستان ته ۳۶۰۰ ټنه غنم استولي وو.

چارواکو مخکې ویلي و چې د هند مرسته شوي غنم پاک وو خو د پاکستان هغه د کارولو نه وو.