د کاناډا د نړیوالې پراختیا وزیر: باید د افغانانو او اوکراینیانو لاسنیوی  وشي

هرجیت ساجن

د کاناډا د نړیوالې پراختیا وزیر هرجیټ ساجن جنوا ته ځي او هلته د اوکراین او افغانستان د بشري وضعې په تړاو د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره خبرې کوي.

د کاناډا د حکومت په یوه اعلامیه کې د ښاغلي ساجن په حواله راغلي:" کووېډ-۱۹ موږ ټولو ته وښوده چې باید د ناورین په وخت د یو بل تر څنګ ودریږو او په کار ده چې له اړمنو خلکو نه دوامداره ملاتړ وکړو."

هغه زیاته کړې چې د اوکراین او افغانستان بشري وضعیت ښه نه دی او خلک یې روانو کړکیچونو ځپلي دي.

هرجیت ساجن د اوکراین د دفاع وزیر سره

ښاغلي ساجن ټینګار کړی چې دی به د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو او نورو غیر دولتي مؤسسو سره په بحثونو کې د افغانستان او اوکراین د کړکیچ ځپلو خلکو د لا زیات لاسنیوي لارې چارې ولټوي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس د افغانستان خلک چې تېر کال له سختو جګړو وروسته د یوه لوی سیاسي تحول شاهدان وو اوس مهال له سختې لوږې او اقتصادي ناورین سره مخ دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه طالبان واک ته ورسېدل چې ورسره په افغانستان باندې د نړیوالو بودیجې بندې او اکثره مرستې هم وځنډېدې.

کاناډا ویلي له تېر اګسته یې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په هدف ۱۰۶ میلیونه ډالره ځانګړې کړي.

د اګست میاشت کې ډیری افغانان کاناډا ته انتقال شول

په دې سربېره یې د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې ۵۶ ملیونه ډالره نوره اضافي مرسته هم له افغانانو او د افغانانو له کوربه ګاونډیو هېوادونو سره اعلان کړې ده.

د اوکراین بشري ناورین او کړکېچ بیا تازه پیل شوی.

له کله چې د فبروري په ۲۴مه روسیې پر اوکرایین یرغل ور وړ د دغه هېواد لکونه خلک تښتې ته اړ شول او د جګړو د شدت په خاطر په ګڼو سیمو کې د بشري مرستو د رسولو او د خلکو د خوندیتوب امکانات په نشت حسابیږي.