د کابل ښاروالۍ نرخ پاڼو ته غبرګونونه؛ خلک: د توکو بیې ډېرې لوړې ټاکل شوي

ارشیف؛ د کابل منډوي

د کابل ښاروالۍ له خوا د خوراکي او سونګ توکو هټیوالو او دوکاندارانو ته د نرخ پاڼو یا نرخنامو له وېش څخه کابو څلور ورځې تېرې شوې دي.

د کابل ښار په منډوي کې د وریجو یوه پلورنځي له مالک حاجي نعمت وایي،" موږ د نرخونو د دغه نرخنامې له وېش څخه خوښ یو، خوافغانستان یو واردونکی هېواد دی. بیې هره ورځ بدلېږي. د بیو د لوړېدو او راټیټېدو له امله باید دا نرخنامې بدلې شي."

خو په دا نرخ پاڼو کې یوازې د خوراکي توکو بیې نه دي مشخصي شوي، بلکې د تېلو او ګازو په شمول د سونګ توکو بیې هم په ډاګه شوي دي.

د کابل ښار باغ قاضي سیمې منډوي کې ګاز پلورنکی منصور وايي:" دا بیې سمې نه دي د دې لپاره چې ستر شرکتونه د ګازو بیې هر دقیقه بدلوي او موږ اړ یو چې د شرکتونو د بیو له مخې د یو څه ګټې په اخیستو ګاز وپلورو.”

خو یو شمېر دکانداران وایي تر اوسه ورته د کابل ښاروالۍ نرخ پاڼې نه دي رسېدلي.

یو شمېر هغه کسان چې د خوراکي توکو د پېرلو لپاره د کابل ښار منډوي ته راغلي، په دې باور دي چې نرخنامې چندانې اغېز نه دی کړیاو ان د ځینو توکو بیې په کې د بازار له بیو پورته لیکل شوي.

په سختۍ سره ځو کسه حاضر شول چې په دې اړه له موږ سره د راپور لپاره خبرې وکړي، مسعود یو له هغه پېرېدونکی دی چې دخوراکي توکو د پېرلو لپاره د کابل منډوي ته راغلی دی.

مسعود وایي:" په دې نرخنامه کې چې د ښاروالۍ له لوري وېشل شوي خلکو ته یې هېڅ ګټه نشته د خلکو اقتصادي حالت بد دی، کاروبار نه شته خو د توکو بیې لوړې دي."

د کابل ښاروالۍ د نشراتو مشر نعمت الله بارکزی وایي:" د نرخنامې د وېش دلیل دا و چې د ډالرو بیه به ټیټه شوه خو د توکو بیې په په خپل حال پاتې وې، نو د دې لپاره موږ نرخنامې ووېشلې، له شک پرته دا نرخنامې د تل لپاره نه دي موږ په خپله کاري پلان کې دا لرو چېدا نرخنامې په اونۍ او ان په ورځ کې بدلې شي."

خو هغه په دې اړه چې په نرخنامه کې د خوراکي توکو بیې د بازار تر بیو لوړې دي څه یې ونه ویل.

خو دا یې وویل چې دا نرخنامه د بازار د کنټرول او له احتکاره د مخنیوي په هدف وېشل شوې او یو کمېسیون هم ګمارل شوی چې دا بیې هره ورځ کنټرول کړي.

د کابل ښاروالۍ په نرخنامه کې د وړو، غوړو، وریجو، ګازو، تېلو او ځینو نورو لومړنیو توکو بیې مشخصې شوې دي.

خو هغه څه چې موږ د خوراکي توکو د بیو په اړه د یکشنبې په ورځ د حوت میاشتې په ۱۵ نېټه د کابل په بازارونو کې وموندل دا و چې دکاندارانو یاد خوراکي توکي د کابل ښاروالۍ له لوري د ټاکل شوې نرخ پاڼې په پرتله په ارزانه بیه پلورل.

د کابل ښاروالي په نرخنامه کې د یوې بورۍ وړو بیه ۲۱۸۵ ښودلې شوې خو په بازار کې په ۲۰۰۰ افغانیو پلورل کېدل، همدارنګه په دې نرخنامه کې یو بورۍ زړه سیله وریجو بیه ۲۷۵۰ اېښول شوې خو په بازار کې په ۲۵۰۰ وې.

د یو ۱۶ لیټره ټیم غوړیو بیه په دې نرخنامه کې ۲۶۷۰ خو په بازار کې په ۲۶۰۰ پلورل کېدل.