د پېښور په جومات کې چاودنه؛ د وژل شویو شمېر ۶۲ ته ورسېد

په پېښور کې چاودنه

د پېښور په یوه جومات کې د مارچ پر څلورمه تر سره شوي ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېره لږ تر لږه ۶۲ ته رسېدلې ده.

دا ځانمرګې حمله له قصه خوانۍ بازار سره نېږدې په کوچه رسالدار کې د اهل تشیع په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې وه.

د پېښور د لیډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم پرون د ازادي راډیو ته تائید کړه چې د مړو شمېر د شنبې په ورځ ۶۲ ته رسېدلی او ۲۰۰ تنه نور ټپيان دي.

عاصم زیاته کړه چې د ۳۷ ټپیانو حال ښه نه دی.

اسوشیتید پرېس راپور ورکړی چې داعش یا اسلامي دولت ډلې تر برید یوه ورځ وروسته ادعا وکړه چې دا حمله د دوی یوه افغان بریدګر ترسره کړې ده.