د قطر د بهرنیو چارو وزیر له ګوترېش سره پر افغانستان خبرې کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر

د قطر د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیرېش سره پر افغانستان او ځینو نورو هېوادونو خبرې کړي.

دا خبره د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې کړې.

د اعلامیې له مخې دواړو لوریو په دې ټيلیفوني خبرو کې د افغانستان، یمن او لیبیا پر وروستیو حالاتو بحث وکړ.

دوی د یادو سیمو د سولې او پرمختګ په تړاو هم د قطر پر هڅو بحث کړی.

قطر لا هم د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او د افغانستان اړوند څو لویدیځ سفارتونه د کابل پر ځای له دوحې خپل کارونه مخته وړي.