پولنډ کې افغان سفارت: اوکراین کې د ایسارو افغانانو د ایستلو هڅې روانې دي

د بېلاروس او پولنډ ترمنځ پوله کې کډوال

په پولنډ کې د افغانستان د سفارت چارواکي وايي د اوکراین په جګړه کې د ایسارو افغانانو د را ایستلو هڅې لا هم په چټکۍ روانې دي.

د سفارت سیاسي مستشارې یا مرستیالې نګاره عمر میرداد شنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل ګڼو هغو افغانانو ته یې د سفر اسناد ورلېږلي چې په اوکراین کې ایسار پاتې دي.

اغلې میرداد وایي:" موږ هغو افغانانو ته چې په اوکراین کې ایسار پاتې دي او اکثر یې پاسپورټ نه لري یا یې پاسپورټونه په سفارتخانو یا د کډوالۍ په دفترو کې بند پاتې دي د تذکرې یا پخوانیو پاسپورټونو د کاپي په اساس د سفر اسناد صادروو څو وکولای شي له پولې واوړي."

روسیې د فبروري په ۲۴ څه باندې لس ورځې مخکې په اوکراین باندې یرغل پيل کړ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یو اېن اېچ سي ار د وروستیو راپورونو له مخې څه باندې یو میلیون او دوه لکه کسان د روسیې د یرغل له پیله له اوکراینه تښتیدلي دي.

په پولنډ کې د افغانستان سفارت مرستیالې اغلې نګارې په اوکراین کې د ایسارو افغانانو په اړه وویل:" اټکل شوی چې نږدې پنځه زره افغانان په اوکراین کې اوسیږي. اکثر یې د پولنډ په لور راغلي. موږ د شپې او ورځې هڅه کړې چې افغانان له خپلو اسنادونو سره اجازه ترلاسه کړي او پولنډ ته رادننه شي. له نیکه مرغه زموږ دغو هڅو نتیجه ورکړې او اکثر افغانان نن ورځ پولنډ ته رسېدلي."

تر دې مخکې د پولنډ د صدراعظم دفتر هم په یوه بیان کې ویلي وو چې د افغانانو په شمول ټولو هغو بهرنیو اتباعو او اوکراینیانو ته خپلې پولې پرانیستي چې له جګړې تښتیدلي دي.

د پولنډ او ځینو نورو هېوادونو له دې ډول ژمنو سره سره په پولو کې له غیر اوکراینیانو په تېره بیا افریقايي توکمو سره د دوه ګوني چلند راپورونه او شکایتونه شوي.

د بشري حقونو د څار سازمان غږ کړی چې باید له تبعیض پرته د ټولو هېوادونو اتباع چې له اوکراینه وځي اجازه ورکړل شي.

له دې سره بیا په پولنډ کې د افغانستان سفارت وايي چې تر اوسه پورې له افغانانو سره د دوه ګوني یا توپيریز چلند کوم شکایت دوی ته نه دی رسېدلی.