په پېښور کې د خونړي برید مسوولیت داعش ومانه

د پېښور په برید کې وژل شوي خلک

په پېښور کې د پروني خونړي برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې- داعش ومانه.

د پېښور ښار د قصه خوانۍ بازار د شیعه ګانو په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال دې چاودنې د راپورونو له مخې ۵۶ کسان ووژل او ۱۹۴ نور یې ټپیان کړل.

عیني شاهدانو ویلي دي چې بریدکوونکی جومات ته پر موټر سایکل سپور راغی او د خپلو بمونو له الوزولو مخکې یې پر جماعت ډزې وکړې.

د روغتونونو چارواکو ویلي دي چې د ډېری ټپیانو حالت نازک دی.