د افغانانو پر کډوالۍ او اقتصادي بحران د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو د شپږ میاشتو د پوره کېدو او دې موده کې د افغانانو د ژوند په اړه لیکنه او ورسره یوځای څو عکسونه خپاره کړي دي.

په دغو تصویرونو کې چادري والې ښځې لیدل کېږي چې د خوراکي موادو مرستې اخلي.

دې بریتانیايي ورځپاڼې لیکلي چې د اقتصادي بحران له کبله افغانان له دې سره-سره چې خوراکي مواد په بازار کې ډېر شته خو رانیولی یې نه شي.

یو تصویر په جوزجان کې مرستو ته اړې ښځې ښيي او بل د هلمند دی چې د ورځپاڼې پر اساس، دا ولایت جګړو سخت زیانمن کړی او نړېدلې ودانۍ یې لاهم بېرته جوړې شوې نه دي.

تر یوه بل عکس لاندې لیکل شوي چې دا د کابل په یوه څنډه کې یو معتاد دی.

ګارډین لیکي:

طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته معتادان راټول او محبس ته ولېږل، خو اوس لا ډېر معتادان د کابل پر سړکونو لیدل کېږي.

په وروستیو کې پر اوکراین د روسیې له یرغله وروسته له دغه هېواده تر یو میلیون زیاتو خلکو ګاونډیو هېوادونو ته پناه یووړه. د هغوی په منځ کې د افغانانو په ګډون بهرنیان هم شامل وو.

  • ګلوب اېنډ مېل کاناډايي ورځپاڼه

ګلوب اېنډ مېل کاناډايي ورځپاڼې همدې موضوع ته په کتو لیکلي چې له ټولو کډوالو سره که هغه د اوکراین وي یا افغانستان یا د بل هر هېواد باید یو شان زړه سوی وشي.

د دې لیکنې لیکواله میلسا فونګ د اوکراین د خلکو کړاوونو ته په اشارې لیکلي چې سخته پرې غمجنه ده، په تېره بیا په دې چې خلک مجبوره دي چې د ژوندي پاتېدو لپاره نورو هېوادونو ته لاړ شي، ښارونه په کنډوالو بدلېږي او د انسانانو مړي ترې لاندې کېږي.

دا وايي، په وروستي ځل یې د تېرکال اګسټ کې دې ته ورته حالت په افغانستان کې ولید چې طالبان واکمن شول او خلکو د هوايي ډګر په لور په خورا بد حالت کې منډې وهلې.

لیکوالې له اوکرایني کډوالو سره د ګاونډیو هېوادونو ښه چلند او د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له لوري اوکراینیانو ته د خپلو غېږو پرانېستلو ته په اشارې لیکلي چې کاناډا د ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکو د منلو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه پورې یې یوازې د ۲ زره تنو غوښتنلیکونه منلي دي.

د لیکوالې په نظر د اوکراین بحران او له دې هېواده د لکونو انسانانو مهاجرت باید د دې سبب نه شي چې د افغانانو او نورو ملتونو کډوال له یاده وایستل شي.