د ارزګان ځینې اوسیدونکي: د ټول ګډونه حکومت نه جوړول ناوړه پایله لري

د ارزګان مرکز

د ارزګان ځینې اوسیدونکي وايي، د طالبانو له لوري د نړیوالو غوښتنې نه منل او د ټولګډونه حکومت نه جوړول به ناوړه پایله ولري.

د دې ولایت یو تن مدني فعال جمع ګل همت ازادي راډيو ته وویل: "له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، نو ورسره د خلکو اقتصاد کمزوری شو ، ګڼو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې، لامل یې دا ګڼم چې طالبانو د ټوپک په زور پر افغانستان ولکه ټینګه کړه او ټولګډونه حکومت یې نه دی جوړ کړی او د نړیوالو غوښتنې یې نه دي منلي."

دی پر طالبانو سپارښتنه کوي چې کومې غوښتنې اسلام سره په ټکر کې نه دي، ژر تر ژر دې له نړۍ سره ومني.

دی یې بېلګې داسې بیانوي: "ټول شموله حکومت، بشري حقونه او د ښځو حقوق."

نوموړی زیاتوي چې داسې حکومت غواړي چې ټول خلک په کې خپل ځان وویني.

د ارزګان ولایت یو بل اوسېدونکی او د نظر خاوند ولي محمد پخلا بیا په دې باور دی چې که طالبانو ټولشموله حکومت جوړ نه کړي او د نړیوالو غوښتنې ونه مني، نو په وینا یې دا به د یوې بلې جګړې پیل وي.

خو طالب مشرانو بیا تل ویلي چې حکومت ټول شموله دی او د هر قوم او سیمې خلکو ته یې ځای ورکړی.