هند وايي افغانستان ته یې د غنمو دویمه محموله استولې

د هند د مرسته شوېو غنمو لومړۍ جوپه

د هند د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې افغانستان ته یې د غنمو دویمه محموله استولې ده.

د دغه وزارت ویاند ارېندام باګچي په خپل ټوېټر لیکلي چې دوه زره ټنه غنم د امرتسر له اتاري بندره د جلال اباد په لور واستول شول او ژر به ورسېږي.

باګچي ویلي، دا دوه زره ټنه غنم له افغانانو سره د هند د ۵۰ زره ټنه غنمو د مرستې یوه برخه ده.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې هېواد یې له افغانانو سره خاصې اړیکې ته متعهده دی.

تردې مخکې د هند د مرسته شوېو غنمو له ډلې لومړۍ جوپه چې دوه نیم زره ټنه وو د فبروري په ۲۶مه نېټه د تورخم له لارې جلال اباد ته ورسېدل.