ننګرهار کې د نرګس ګل په نوم مشاعره جوړه شوه

جلال اباد

په ننګرهار کې پرون د نرګس ګل په نوم مشاعره جوړه شوه.

په دې مشاعره کې د ګڼ شمېر ځايي ادیبانو ترڅنګ طالب چارواکو هم ګډون کړی و.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعلاتو او فرهنګ ريیس له لیکوالو او شاعرانو وغوښتل د شعر او ادب په ژبه د حکومت، یووالي او د هېواد د ښېرازۍ لپاره کار وکړي.