خلک: طالبانو کونړ کې پر ورا والو ډزې کړي، یو وژل شوی ۲ ژوبل دي

د افغانستان په نقشه کې د کونړ ولایت

طالبانو د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې پر وراوالو ډزې کړي چې له کبله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، طالبانو د دې لپاره په موټرو کې پر سپرو ورا والو ډزې وکړې چې له موټرو څخه د موسیقۍ غږ پورته کېده.

په اسعداباد کې د روغتون یوه ډاکټر ازادي راډیو ته وویل، درې ټپیان ور وړل شوي وو چې یوه یې سا ورکړې ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې هم طالبانو د موسیقۍ په خاطر پر خلکو ډزې کړي دي.