د مارچ ۲مه؛ بلوڅان: هرکال په دې نېټه خپل کلتور نمانځو

ځینې افغان بلوڅان

له تېرو څو کالو څخه بلوڅ قوم د مارچ میاشتې دوهمه نېټه د خپل کلتور د ورځې په توګه نمانځي.

دغه بلوڅان وايي، د دغې ورځې له نمانځلو څخه یې موخه نړۍ ته د خپل کلتور او دودونو ورپېژندل او د خپل کلتور، تاریخ، ژبې او دودونو پرځای پاتې کېدل دي.

دوی وايي، د مارچ دوهمه د بلوڅو د کلتور ورځ یواځې د یوې ورځې د نمانځلو نوم نه، بلکې له دې څخه یې موخه د بلوڅو راتلونکو نسلونو ته د خپل تاریخ، کلتور، ژبې او دودونو ژوندي پاتې کېدل دي.

په دې اړه د ازادي راډیو خبریال یو راپور ترتیب کړی دی، دلته یې واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

بلوڅ