کابل ښاروالۍ د لومړنيو موادو لپاره نرخ پاڼه ټاکلې

کابل مندوی

کابل ښاروالۍ دغه ښار کې د خوراکي او غيرخوراکي توکو د لومړنيو موادو لپاره نرخ پاڼه ټاکلې.

کابل ښاروالۍ په يوې خبرپانه کې د نرخونو د کنټرول کمېسيون له خوا ليکلي چې ياده نرخ پاڼه سر له نن ورځې د پلي کېدو وړ ده.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، که هر هټیوال او پلورونکی له دې نرخ پاڼې سرغړونه وکړي د جدي قانوني چلند سره به مخ شي.

په ياده نرخ پاڼه کې ۲۹ ډوله خوراکي او غيرخوارکي توکو ته بیې ټاکل شوي دي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې له دې وړاندې کابل ښاریانو د توکو د لوړو بیو له امله شکایتونو مطرح کړي وو.