د اوکراین په جګړه کې د یوه افغان د ژوند کیسه

ارشیف

  • ګلوب اېنډ مېل

کاناډايي ورځپاڼې ګلوب اېنډ میل د اوکراین په جګړه کې د یوه افغان تبعه ژوند ته پام کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا جاوېد حقمل چې په افغانستان کې یې له کاناډایي ځواکونو سره ترجمه کوله، په ډېر مشکل سره وکولی شول د اوکراین له پولي پولنډ ته ننوځي.

د ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼې د راپور له مخې حقمل تېر دوبی له خپلې کورنۍ سره افغانستان پرېښود او اوس د اوکراین د جګړې له کبله بې ځایه شوی دی.

دغه پخواني ترجمان چې له کاناډايي ځواکونو سره یې کار کړی، ورځپاڼې ته ويلي، له کیف څخه پولنډ ته يې سفر ډېر ستونزمن و او د خپلو اولادونو په ګډون يې له کورنۍ سره ډېرې ستونزې ګاللي.

حقمل ویلي، پلان لري چې جرمني ته لاړ شي او هلته پناه وغواړي ځکه چې د ده په وینا کاناډايي چارواکو له اوکراینه د ده د انتقال غوښتنه له پامه غورځولې ده.

ګلوب اېنډ مېل د جاوېد حقمل له خولې لیکلي چې شپږ میاشتې وروسته له افغانستانه د وتلو کیسه یو ځل بیا د ده او کورنۍ لپاره یې تکرار شوه.

ده ویلي چې له افغانستان وروسته يې تر یوه کال په کمه موده کې په اوکراين کې دوهمه جګړه تجربه کړه او اوس هیله لري چې یوه بله جګړه پیل نه شي.

  • انډیپنډنټ

انډیپنډنټ ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر په توګه د جو بایډن لومړۍ وینا ته پام کړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو برخه کې د یو شمېر جمهوري غوښتونکو له انتقادونو سره مخامخ شو.

د ورځپاڼې په وینا، د کالراډو ایالت استازې لورین بوبیرټ بایډن تورن کړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د عملیاتو په ترڅ کې یې دیارلس امریکايي پوځیان وژلي دي.

د تېر کال د اګسټ په ۲۶مه نېټه، کله چې امریکايي ځواکونه د کابل له هوايي ډګره وتل، یوه ځانمرګي بریدګر لږ تر لږه ۱۷۰ ملکي افغانان او لږ تر لږه ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل.

وروسته د اسلامي دولت یا داعش ډلې د دغه برید مسوولیت ومانه.

دا پېښه د جوبایډن د ولسمشرۍ په لومړي کال کې وشوه او بایډن د یو شمېر جمهوري غوښتونکو له انتقاد سره مخامخ شو.

لورین بوبیرټ د سې شنبې په ورځ د کانګرس دواړو جرګو ته د جوبایډن له وینا وروسته ټویټ وکړ چې دا چوپ نه شي پاتې کېدای.

د دې په وينا، د امريکا په پوځ کې اتلان د زياتې ستاينې مستحق دي او هغوی پرته له دليله ووژل شول.