پاکستان: هېڅ هلک او نجلۍ ته به اجازه ورنه کړو څو ۱۸ کلن شوي نه وي

ارشیف، د پاکستان یوه محکمه

د پاکستان یوې محکمې پرېکړه وکړه چې نور به هلکانو او نجونو ته تر هغو چې عمرونه یې اتلس کلونو ته نه وي رسېدلي، د واده اجازه ورنه کړي.

د اسلام اباد لوړې محکمې پرېکړه کړې چې که تر اتلس کلونو مخکې د کوم ماشوم د واده مراسم ترسره شي، نو شاهدي به یې باطله اعلانېږي او واده به قانوني حیثیت نه لري.

په پاکستان کې هم د افغانستان په شان په کم عمر د ودونو دود عام دی.