جرمني وايي، دا هېواد د روان مارچ په پای کې د بریتانیا په همکارۍ د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.
د دې غونډې هدف په افغانستان کې د بشري وضعیت ارزونه بلل شوې ده.
د جرمني د دولت لپاره د بهرنیو چارو وزیر توباس لیندنیر پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دوی په دې خوشاله دي چې د افغانستان لپاره د لوړې کچې د ژمنو په خاطر د کنفرانس کوربه توب کوي.
ده لیکلي: «تر ۲۴ میلیونه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. موږ ته په کار ده چې د دوی لپاره د مرستو برابرولو ته دوام ورکړو. په دې خوشاله یم چې اعلان کوم جرمني به د بریتانیا له حکومت سره یوځای د افغانستان لپاره د لوړې کچې د ژمنې غونډې کوربه توب کوي."
More than 24 million Afghans are in need of humanitarian aid. We need to continue mobilizing assistance for them. Glad to announce that Germany will co-host a High-level Pledging Event for #Afghanistan together with the @FCDOGovUK on March 31st. pic.twitter.com/HNhNLyrj7W
— Dr. Tobias Lindner (@tobiaslindner) February 28, 2022
د ملګرو ملتونو پر اساس، په سلو کې ۹۷ افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي او د افغانستان نیمايي نفوس د ژوندي پاتېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.
تېره شپه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې د افغانستان د اقتصاد پر احیا کېدو ټینګار وکړ.
دې غونډې ته د افغانستان په اړه د راپور د وړاندې کولو په مهال خبرداری ورکړ چې که د افغانستان اقتصاد ښه نه شي، لا ډېر خلک به وزګاره او بې وزلي شي.
دې ټینګار وکاوه چې د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید د طالبانو د حکومت له چارواکو سره کار وشي، خو دې دا هم وویل چې د دې معنی دا نه ده چې د طالبانو د هر کار ملاتړ وشي.
جرمني په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان یو له مهمو مرستندویو هېوادونو څخه و.
بریتانیا تراوسه پورې د دې کنفرانس په اړه څه نه دي ویلي.